Acts 21:32 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ سمدستى سپاهيان او د هغوئ صوبه داران د ځان سره کړل او په منډه يې د الې ګولې ځائ ته ځان ورسولو. کله چې هغوئ کمان آفسر او سپاهيان وليدل نو د پولوس وهل ټکول يې بند کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
قوماندان سمدلاسه خپل عسکر او منصبداران د ځان سره واخیستل او د ګڼې ګوڼې خواته یې ورمنډې کړې. کله چې خلکو قوماندان او عسکر ولیدل، نو د پولوس د وهلو نه یې لاس واخیست.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ سمدستى سپاهيان اَؤ دَ هغوئ صوبه داران دَ ځان سره کړل اَؤ په منډه ئے دَ اَړى ګړى ځائے ته ځان ورسولو. اَؤ څۀ وخت چه هغوئ کمان افسر اَؤ سپاهيان وليدل نو دَ پولوس دَ وهلو نه ئے لاس راکښو.