Acts 21:40 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
قوماندان ورته اجازه ورکړه، نو پولوس په زینې باندې ودرېده او د لاس په پورته کولو سره یې خلکو ته اشاره وکړه چې غلي شي. کله چې هغوی غلي شول، نو په عبراني یعنې د هغوی په ژبه یې د هغوی سره خبرې پیل کړې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه اِجازت ورله ورکړے شو نو پولوس په پوړو ودريدو اَؤ خلقو ته ئے دَ چپ کيدو اِشاره وکړه. اَؤ کله چه خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانئ ژبه کښے تقرير وکړو اَؤ وئے وئيل چه :