Acts 21:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې هفته پوره شوه، نو مونږ بیا په سفر روان شولو. هغوی ټول د خپلو ښځو او ماشومانو سره زمونږ سره ملګري شول او د ښار څخه ووتلو او د بحیرې په غاړه په ګونډو شولو او دعا مو وکړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو هر کله چه يوه هفته پُوره شوه نو مُونږ له هغه ځائے نه روان شوُو. اَؤ هغوئ ټول اَؤ دَ هغوئ ښځے اَؤ بچى زمُونږ په جلب کښے دَ ښار نه بهر راووتل اَؤ هلته مُونږ دَ سمندر په غاړه په سجده شوُو اَؤ دُعا مو وغوښته.