Acts 21:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په بله ورځ له هغه ځای څخه روان شولو او قیصریې ته ورسېدلو او هلته د فیلیپوس په کور کې چې زېری رسوونکی ؤ، پاتې شولو. هغه د هغو اوو کسانو څخه ؤ چې په اورشلیم کې د خوړو د وېشلو دپاره ټاکل شوي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په بله ورځ روان شوُو اَؤ قيصريه ته راغلُو. اَؤ مُونږ دَ فيليپوس کور ته لاړلُو چه هغه يو زيرے آؤروُونکے وو اَؤ په هغه اوو کسانو کښے وو چه په بيتُ المُقدس کښے انتخاب شوى وُو اَؤ هغۀ سره پاتے شوُو.