Acts 22:29 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو کومو عسکرو چې غوښتل د پولوس څخه پوښتنې وکړي، هغه یې زر پرېښود او قوماندان هم ووېرېده، ځکه هغه پوه شو چې پولوس یو رومي سړی دی او د هغه په امر تړل شوی ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغه څوک چه په تفشيش مُقرر وُو، هغه ترے سمدستى لرے شول اَؤ کمان افسر په خپله هم چه دا واؤريدل چه هغه رُومى دے اَؤ ما تړلے دے نو هغه ويريدلو.