Acts 22:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«زه یهودي یم او د قیلیقیې په ترسوس کې پیدا شوی یم، خو دلته په اورشلیم کې لوی شوی یم او د غمالاییل شاګرد وم. د هغه څخه مې په ډېرې سختې طریقې سره زده کړل چې څنګه د خپلو نیکونو د شریعت څخه پیروي وکړم او په غیرت او شوق سره مې د خدای خدمت وکړ لکه څنګه چې تاسو یې کوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
”زَۀ سُوچه يهُودى يم، دکلکيه په ښار ترسوس کښے پيدا شولم، زَۀ په دغه ښار کښے وپائيدلم اَؤ دَ ګملى ايل په شاګردئ کښے مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو دَ شريعت ټول تعليم تر سره کړو، اَؤ زَۀ هميشه دَ خُدائے په خدمت کښے سرګرم وم لکه څنګه چه نن تاسو ټول يئ.