Acts 22:30 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په بله ورځ قوماندان وغوښتل په دې پوه شي چې په کوم معقول دلیل یهودیان په پولوس تور لګوي، نو پولوس یې ازاد کړ او مشرانو کاهنانو او ټولې شورا ته یې امر وکړ چې سره راټول شي. بیا هغه پولوس راوست او د هغوی په مخکې یې ودراوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په بله ورځ دَ دے معلُومولو دَ پاره چه يهُوديان په پولوس څۀ اِلزام لګوى، کمان افسر دَئے آزاد کړو اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے اولسى جرګے ته ئے حُکم ورکړو چه ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته بوتلو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو.