Acts 22:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لوی کاهن او د یهودیانو د شورا ټول غړي کولای شي شاهدي ورکړي چې زه رښتیا وایم. هغوی ماته په دمشق کې د یهودي ورونو دپاره رسمي لیکونه راکړي وو. نو زه دمشق ته لاړم چې هغه خلک لاس تړلي اورشلیم ته راولم چې سزا ورته ورکړل شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په دے باب کښے زَۀ مشر کاهن اَؤ ټول اولسى مشران ګواهان لرم. هغوئ ما ته په دمشق کښے دَ يهُودى ورُوڼو دَ پاره خطُونه راکړى وُو اَؤ زَۀ دمشق ته په دے سفر وتلے وم چه هغه خلق په زنځيرُونو کښے تړلى دَ سزا دَ پاره بيتُ المُقدس ته راولم.