Acts 23:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا مخالفت دومره سخت شو چې قوماندان ووېرېده چې هسې نه هغوی پولوس ټوټې ټوټې کړي، نو عسکرو ته یې امر وکړ چې غونډې ته ورننوځي او پولوس په زوره د هغوی له منځ نه راوباسي او نظامي قلعه ته یې بوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه بلوه زياتيدله نو کمان افسر ويرے واخستو چه هسے نه چه پولوس ټوټے کړى، نو هغۀ عسکرو ته حُکم وکړو چه ”لاندے لاړ شئ اَؤ هغه دَ ګڼے نه راکاږئ اَؤ قلعه ته ئے بوزئ.“