Acts 23:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو اوس تاسو او د شورا غړي په دې بهانه چې غواړئ د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړئ، د قوماندان څخه وغواړئ چې پولوس تاسو ته راولي. مونږ دې ته تیار یو چې دلته د رارسېدلو څخه مخکې هغه مړ کړو.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اوس دا ستاسو دَ جرګے کار دے چه کمان افسر ته درخواست وکړئ چه هغه تاسو ته لاندے راولى اَؤ دا بهانه وکړئ چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُونکے دے. مُونږ دا بندوبست کړے دے چه دَ رارسيدو نه وړاندے به هغه قتل کړُو.“