Acts 23:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه وویل: «ځینو یهودیانو دسیسه جوړه کړې چې ستاسو څخه وغواړي چې پولوس سبا شورا ته بوځئ. هغوی به داسې یوه بهانه وکړي چې غواړي د هغه په هکله سم معلومات تر لاسه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ ووئيل چه ”يهُوديانو په خپل مينځ کښے يو سازش جوړ کړے دے اَؤ تا ته به يو عرض کوى چه صبا تۀ پولوس دَ جرګے په وړاندے کړے اَؤ په دے بهانه چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُو.