Acts 23:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د هغوی خبرو ته غوږ مه نیسه، ځکه چې تر څلوېښتو زیات کسان هغه ته په کمین کې ناست دي او قسم یې خوړلی، ترڅو پورې یې چې پولوس مړ کړی نه وي، نو هغوی به نه څه خوري او نه به څه څښي. هغوی همدا اوس دې کار ته تیار دي او ستا ځواب ته انتظار وباسي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو تۀ دَ هغوئ مه آؤره ځکه چه دَ څلويښتو کسانو نه زيات يو مظبُوط ټولى دَ هغۀ خلاف سازش کړے دے، اَؤ هغوئ دا سوګند کړے دے چه تر څو ئے هغه مړ کړے نۀ وى، تر هغے به نۀ څۀ خورى اَؤ نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو بس ستا دَ منظُورئ اِنتظار دے.“