Acts 23:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې پولوس پوه شو چې د شورا ځینې غړي صدوقیان او ځینې یې فریسیان دي، نو په لوړ اواز یې وویل: «ای ورونو! زه فریسي یم او پلار مې هم فریسي ؤ. زه په دې خاطر محاکمه کېږم چې په دې هیله یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا چه پولوس ته ښه معلُومه شوه چه په دوئ کښے يوه ډله دَ صدُوقيانو ده اَؤ بله دَ فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښے چغے کړلے چه ”اَئے زما ورُوڼو! زَۀ يو فريسى يم اَؤ دَ فريسى اَؤلاد يم. زما اُميد دے چه مړى به بيا راژوندى کيږى، نو ځکه په ما مقدمه ده اَؤ په دے باب کښے زما فيصله کيږى.“