Acts 25:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پولوس په ځواب کې وویل: «زه همدا اوس د امپراتور په محکمه کې یعنې هغه ځای کې چې باید زما قضیه په کې وچلیږي، ولاړ یم. تاسو ته ښه معلومه ده چې ما د یهودیانو په خلاف کوم جرم نه دی کړی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو پولوس ووئيل چه ”زَۀ اوس دَ قيصر په عدالت کښے پيش يم اَؤ دا هم هغه ځائے دے چه زما مُقدمه دِ په کښے وچليږى. تۀ ښۀ خبر يئے چه ما دَ يهُوديانو خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے.