Acts 25:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې زه مجرم یم او داسې کار مې کړی وي چې د مرګ د سزا لایق یم، نو د مرګ څخه نه تښتم. خو که چېرې هغه تورونه چې د دې یهودیانو له خوا په ما لګېدلي دي رښتیا نه وي، نو هېڅوک حق نه لري چې ما هغوی ته په لاس ورکړي. زه امپراتور ته عرض کوم چې خپله دې زما د قضیې په هکله پرېکړه وکړي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے ما څۀ غټ جُرم کړے وى نو زَۀ دَ مرګ دَ سزا نه دَ خلاصيدو سوال نۀ کوم. خو که په دے مُقدمه کښے کُومه چه دے سړو په ما جوړه کړے ده، څۀ حقيقت نۀ وى نو ما هيڅوک هم دَ دوئ دَ خوشحالولو دَ پاره دوئ ته نۀ شى سپارلے. زَۀ قيصر ته اپيل کوم!“