Acts 25:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو ما هغوی ته ځواب ورکړ چې دا د رومیانو دود او دستور نه دی چې یو تورن سړی دې خپلو مدعیانو ته په لاس ورکړي، تر هغې چې هغه د خپلو مدعیانو سره مخامخ نه کړي او هغه ته دا موقعه ورنه کړي چې د لګول شویو تورونو په وړاندې د خپل ځان څخه دفاع وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ما هغوئ ته جواب ورکړو چه دا دَ رُوميانو دَستور نۀ دے چه مُجرم دَ هغۀ مُدعيانو ته وسپارى تر څو چه مُجرم ته دَ مُدعيانو په مخامخ دَ صفائى پيش کولو موقعه ورنۀ کړى.