Acts 25:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د هغه په هکله زما سره کوم ځانګړی څه شی نشته چې امپراتور ته یې ولیکم. نو هغه مې تاسو ټولو او په ځانګړې توګه ستاسې اګریپاس پاچا حضور ته راوست، ترڅو د هغه د قضیې تر څېړلو وروسته وکولای شم هغه ته یو څه ولیکم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ما څخه دَ دَۀ خلاف څۀ داسے پوخ ثبُوت نِشته چه زَۀ ئے قيصر ته ليکلے پيش کړم، نو ځکه ما په دے شان دَئے ستاسو په وړاندے اَؤ خاص دَ بادشاه اګريپا په وړاندے پيش کړو، يعنے مطلب دا چه دَ دے تفتيش نه پس به زَۀ دَ څۀ ليکلو جوګه شم.