Acts 25:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې پولوس راغی، نو هغه یهودیان چې د اورشلیم څخه راغلي وو د هغه څخه شاوخوا راتاو شول او په هغه باندې یې ډېر سخت تورونه ولګول چې ثابتولی یې نه شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه هغه حاضر شو نو دَ بيتُ المُقدس نه راغلى يهُوديان ګير چاپيره ولاړ وُو اَؤ په هغۀ ئے سخت الزامُونه ولګول، خو هغه ئے ثابت نۀ کړے شول.