Acts 26:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“ بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اګریپاس پولوس ته وویل: «تاته اجازه درکول کیږي چې د خپل ځان څخه دفاع وکړې.» نو پولوس خپل لاس پورته کړ او د خپل ځان څخه یې داسې دفاع وکړه:
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اګريپا بيا پولوس ته ووئيل چه ”تا ته مُونږ دَ خبرو کولو اِجازت درکوُو.“ نو بيا پولوس خپل لاس اُوچت کړو اَؤ خپله صفائى ئے داسے پيش کړه چه