Acts 26:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څو څو ځلې مې هغوی ته په کنیسو کې سزا ورکړې ده او کوښښ مې کاوه چې هغوی دې ته مجبور کړم چې د خپلې عقیدې څخه منکر شي. زما قهر او غضب تر دې حده پورې ورسېده چې حتی هغوی پسې به د نورو هېوادونو ښارونو ته تللم چې هغوی وځوروم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ما په ټولو عبادت خانو کښے پرله پسے هغوئ ته سزا ورکوله چه هغوئ دَ خپلے عقيدے نه اِنکار وکړى. اَؤ بے شکه زما غُصه دے حد ته ورسيده چه دَ نورو مُلکُونو په ښارُونو کښے مے هم وعذابول.