Acts 26:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېريهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما لومړی په دمشق او اورشلیم کې او بیا په ټوله یهودیه کې او همدارنګه غیریهودیانو ته مې اعلان وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي، د خدای خواته راوګرځي او داسې کارونه وکړي چې ثابته کړي چې هغوی توبه ویستلې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ زَۀ اول دَ دمشق اوسيدُونکو ته راغلم اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته اَؤ دَ يهُوديه ټولے علاقے ته اَؤ هم غيرو يهُوديانو ته مے دا غږ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ اَؤ په خپل عمل خپله توبه ښکاره کړئ.