Acts 26:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په ځانګړې توګه څرنګه چې تاسو د یهودیانو د ټولو دودونو او د هغوی ترمنځ چې کوم اختلافات موجود دي، د هغو ټولو سره بلد یئ. نو تاسو ته سوال کوم چې په پوره صبر او حوصلې سره زما خبرو ته غوږ ونیسئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ خاص تۀ دَ يهُوديانو په رواجُونو ډير ښۀ پوهيږے نو ځکه تا ته خواست کوم چه زما خبرے په صبر سره واؤره.