Acts 27:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څرنګه چې هغه بندر د ژمي تېرولو دپاره مناسب نه ؤ، نو د هغوی څخه زیاتو یې دا پرېکړه وکړه چې له هغه ځای څخه حرکت وکړي او کوښښ وکړي چې فینکاس ته ورسیږي او ژمی هلته تېر کړي. فینکاس په کریت کې یو بندر دی چې جنوب لوېدیځ او شمال لوېدیځ خواته مخامخ دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه هغه بندر دَ ژمى موسم دَ تيرولو دَ پاره مناسب نۀ وو نو ډيرو خلقو دَ سمندر دَ سفر رائے خوښه کړه اَؤ اُميد ئے دا وو چه ګنى فُنيکس ته دَ ژمى تيرولو دَ پاره ورسيږُو، کُوم چه دَ کريت يو بندر دے چه مخ ئے سهيل قبلے ته اَؤ قطب قبلے ته دے.