Acts 27:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو چې جهاز ګېر شو او په طوفان کښې مخکښې نه شو تلے، نو مونږ ورته لاره ورکړه او هوا سره روان شُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کشتۍ په توفان کې راګېره شوه او د دې امکان نه ؤ چې د باد مخالف طرف ته لاړه شي، نو مونږ نوره هڅه ونه کړه او پرې مو ښودله چې کوم طرف ته چې باد لګیږي هماغې خواته کشتۍ بوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ مزکے دَ طرفه راوالوتو اَؤ جهاز ئے راګير کړو، اَؤ دَ باد په مخ هغۀ ته تلل ګران شول ځکه چه جهاز بے قابُو شوے وو.