Acts 27:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه کوچنۍ کشتۍ یې لویې کشتۍ ته وخېژوله او لویه کشتۍ یې ګردچاپېره په رسیو باندې وتړله. هغوی وېرېدل چې د سیرتیس په شګو کې به ونښلي. هغوی د کشتۍ لنګر راښکته کړ او کشتۍ یې پرېښودله چې باد یې بوځي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه جهاز ته ئے وخيژوله نو دَ حفاظت دَ پاره ئے جهاز په پړو وتړلو، بيا هغوئ په دے ويريدل چه دَ سرتيس په شګو کښے ونۀ نښلى، نو هغوئ بادبان راکُوز کړو اَؤ جهاز ئے روان کړو.