Acts 27:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا مونږ د ادرامیتینې په کشتۍ کې چې د اسیا د ولایت بندرونو ته روانه وه، سپاره شولو. زمونږ سره یو مقدوني سړی چې ارسترخوس نومېده او د تسالونیکیې څخه ؤ، هم ملګری ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا مُونږ دَ ادراميتينے په يو جهاز کښے کښيناستو چه دَ ايشيا دَ صُوبے بندرُونو ته تلو اَؤ په سمندر کښے روان شوُو. زمُونږ په ملګرو کښے دَ تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چه نُوم ئے اريسترخوس وو.