Acts 27:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په کشتۍ کې ناستو خلکو تر ډېره وخته پورې هېڅ شی نه وو خوړلي، نو پولوس د هغوی په مخکې ودرېده او ویې ویل: «ای ملګرو، تاسو باید زما خبره منلې وای او د کریت څخه مو حرکت نه وای کړی، نو د دې زیان او تاوان څخه به ساتل شوي وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغوئ تر ډيرو ورځو بے خوراکه وُو، نو پولوس دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدلو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے عزتمنو! تاسو ته زما دَ کريت نه دَ سفر نۀ کولو مشوره منل په کار وُو، اَؤ که تاسو منلے وئے نو دَ دے نُقصان اَؤ تاوان نه به بچ شوى وئ.