Acts 27:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ویې ویل: ‹پولوسه! مه وېرېږه، ځکه چې ته باید د امپراتور په مخکې ودرېږې او خدای به په خپل فضل سره ستا په خاطر د هغو ټولو کسانو ژوند چې تا سره په کشتۍ کې دي، وژغوري.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغے راته ووئيل چه پولوسه! ويريږه مه! ځکه چه دا مُقرر دے چه تۀ دَ قيصر په وړاندے ودريږے، اَؤ تسلى ولره چه څومره خلق چه تا سره په جهاز کښے دى، خُدائے به ستا دَ خاطره هغوئ بچ کوى.