Acts 27:29 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی وېرېدل هسې نه چې د ګټانو سره ولګیږي، نو د کشتۍ له شا نه یې څلور لنګرونه واچول او دعا یې وکړه چې زر سبا شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغوئ ويرے واخستل چه هسے نۀ چه جهاز دَ ګټانو سره ډغره وخورى، نو دَ شا طرف نه ئے څلور لنګرُونه واچول اَؤ دَ سحر کيدو دَ پاره ئے ډير اِنتظار اَؤ دُعا وکړله.