Acts 27:30 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کشتیوانانو کوښښ کاوه چې د کشتۍ څخه وتښتي او هغوی په دې بهانه چې غواړي د کشتۍ د مخکینۍ برخې یو څو لنګرونه واچوي، کوچنۍ کشتۍ یې بحیرې ته ښکته کړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ماڼګيانو دَ جهاز نه دَ تښتيدلو کوشِش کاوو. هغوئ دَ جهاز کِشتئ بيا کُوزه کړے وه اَؤ دا بهانه ئے کوله چه ګنى مُونږ دَ جهاز دَ څُوکے نه لنګرُونه اچوُو.