Acts 27:39 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې سهار شو، نو کشتیوانانو وچه ځمکه ونه پېژندله، خو هغوی د خلیج غاړه ولیدله او پرېکړه یې وکړه چې که کېدای شي نو کشتۍ به په هغه ځای باندې وخېژوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه ورځ شوه نو هغوئ مزکه ونۀ پيژندله خو دَ خليج غاړه ئے په نظر شوه، نو مشوره ئے وکړه چه که کيدے شى نو په دے به جهاز وخيژوُو.