Acts 27:40 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغوی هغه طنابونه چې لنګرونه پرې تړل شوي وو، پرېکړل او هغه یې په بحیره کې پرېښودل او په هماغه وخت کې یې د کشتۍ د راشپېلونو طنابونه سست کړل. بیا هغوی د کشتۍ د مخکینۍ برخې بادوان د باد خواته پورته کش کړ او کشتۍ د بحیرې غاړې ته روانه شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو دَ لنګر پړى ئے پريکړل اَؤ په سمندر کښے ئے ورګُذار کړل. اَؤ هم په دغه وخت هغوئ دَ جهاز دَ رفتار پړى سُست کړل اَؤ مخ کښے بادبان ئے باد ته وخيژولو اَؤ دَ غاړے په لور ئے جهاز روان کړو.