Acts 27:41 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کشتۍ د اوبو لاندې د شګو د غونډۍ سره ولګېدله او هلته ونښتله. د کشتۍ مخکینۍ برخه ډېره سخته ولګېدله او حرکت یې نه شو کولای، خو وروستنۍ برخه یې د سختو څپو له امله ټوټې ټوټې شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو بيا جهاز شګلن ځائے ته ورسيدو اَؤ په مزکه ولګيدلو. اَؤ دَ جهاز څُوکه ولګيدله اَؤ نښتلے پاتے شوه خو ورستنئ حصه ئے دَ چپو په زور ماتيدله.