Acts 27:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
تر ډېرو ورځو پورې مونږ ورو ورو تللو او په ډېر تکلیف سره قنیدوس ته ورسېدلو. څرنګه چې باد مونږ ته مخامخ لګېده، نو بلې خواته مو حرکت وکړ او د کریت د جزیرې په هغې خوا چې د باد څخه پناه وه، روان شولو او د سلمونې د سیمې څخه تېر شولو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ تر ډيرو ورځو پورے مُونږ ډير ورو ورو تلُو اَؤ کنيدوس ته په ډير تکليف ورسيدلُو. بيا چه باد بدستور زمُونږ مُخالف وو نو دَ کريت په پناهى کښے سلمونے ته مخامخ شوُو.