Acts 27:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په سختۍ سره د بحیرې په غاړه تللو او یو ځای ته ورسېدلو چې د «خوندي بندر» په نوم یادېده او د لسایې ښار ته نژدې ؤ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ چه په مُشکل سره دَ سمندر په غاړه تلُو چه دَ ښايسته بندر نومے ځائے ته ورسيدلُو چه دَ لسيه ښار ته نزدے دے.