Acts 28:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
درې میاشتې وروسته د سکندریې په یوه کشتۍ کې چې د دوه غبرګوني خدایانو کیستر او پولوکس توږل شوې مجسمې ورباندې لګېدلې وې او ژمی یې په هغې جزیرې کې تېر کړی ؤ، لاړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دريو مياشتو نه پس مُونږ په هغه جهاز کښے روان شوُو کُوم چه ژمے په دے جزيره کښے تير کړے وو اَؤ دا دَ سکندريه يو جهاز وو چه نخښه ئے ارنډه اَؤ جوزا وه.