Acts 28:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا د هغه ځائ نه روان شُو او په جهاز کښې ريګيوم ته لاړو او بيا يوه ورځ پس جنوبى بادونه شروع شُو او په دوېمه ورځ مونږ د پوتيلى بندرګاه ته راورسېدو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا د هغه ځای څخه په کشتۍ کې روان شولو او د ریغیون ښار ته ورسېدلو. بیا یوه ورځ وروسته جنوبي بادونه پیل شول او په دوو ورځو کې د پوتیولي بندر ته ورسېدلو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا دَ هغه ځائے نه روان شوُو اَؤ په جهاز کښے ريګيوم ته لاړلو اَؤ بيا يوه ورځ پس سهيلى باد شروع شو اَؤ مُونږ پوتيلى ته په دوؤ ورځو کښے ورسيدلُو.