Acts 28:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
درې ورځې وروسته پولوس د هغه ځای د یهودیانو مشران غونډې ته راوغوښتل. کله چې هغوی سره راټول شول، نو ورته ویې ویل: «ای زما ورونو، که څه هم ما د خپلو خلکو او د خپلو نیکونو د دودونو او دستورونو په خلاف کوم کار نه دی کړی، خو بیاهم زه په اورشلیم کې بندي شوم او رومیانو ته وسپارل شوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
درے ورځے پس هغۀ دهغه ځائے اوسيدُونکى دَ يهُوديانو مشران راوبلل. اَؤ کله چه هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چه ”اَئے زما ورُوڼو! ما چرے هم دَ خپل اولس خِلاف کار نۀ دے کړے اَؤ نۀ مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو لار پريښے ده، نو بيا هم زَۀ په بيتُ المُقدس کښے قيد کړے شوم اَؤ دَ رُوميانو لاس ته وسپارلے شوم.