Acts 28:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغوی د پولوس سره یوه ورځ وټاکله او ډېر خلک د هغه کور ته راغلل. د سهار نه تر ماښامه پورې پولوس د هغوی سره د خدای د پاچاهۍ په هکله خپل پیغام بیان کړ او شاهدي یې ورکړه او کوښښ یې وکړ چې د موسی د شریعت او د پیغمبرانو له کتابونو څخه په کار اخیستلو سره هغوی د عیسی په هکله قانع کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا هغوئ يوه ورځ مُقرره کړه اَؤ ښۀ په ګڼ شمير خلق دَ هغۀ ميلمانۀ شول. هغه ټوله معامله ئے سر تر پايه بيان کړه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله ئے شاهدى وکړله اَؤ دا کوشِش ئے وکړو چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ کتابُونو نه ئے دَ عيسىٰ په حقله قائل کړى، اَؤ دا دَ سحر نه تر ماښام پورے جارى وو.