Acts 28:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې د هغه ځای خلکو ولیدل چې د پولوس په لاس پورې مار ځوړند دی، نو یو بل ته یې سره وویل: «دا سړی به خامخا قاتل وي. که څه هم هغه له بحیرې څخه وژغورل شو، خو الهي عدالت به هغه ژوندی پرېنږدي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه دَ جزيرے خلقو دَ هغۀ دَ لاس نه چاپير ځوړند مار وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه ”دا سړے به خامخا قاتل وى، اَؤ اګر که هغۀ دَ سمندر نه ځان بچ کړو خو دَ خُدائے عدل به هغه ژوندى اوسيدلو ته پرے نۀ ږدى.“