Acts 28:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی په دې تمه وو چې پولوس به زر وپړسیږي او یا به ناڅاپه راولویږي او مړ به شي. خو کله چې هغوی ډېر انتظار وویست او ویې لیدل چې په هغه باندې هېڅ هم ونه شول، نو فکرونه یې بدل شول او ویې ویل: «دا هم یو خدای دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ اوس هم دا ګُمان کاوو چه ګنى دا به وپړسيږى اَؤ راپرے به وځى اَؤ مړ به شى، خو دَ ډيرے شيبے دَ اِنتظار نه پس هم چه په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا څوک خُدائے دے!“