Acts 4:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو تاسو ټول او د اسراییلو ټول قوم دې په دې پوه شي چې دا سړی چې ستاسو په مخکې ولاړ دی، هغه د ناصري عیسی مسیح د نوم په قدرت سره چې تاسو په صلیب ځوړند کړ او خدای بېرته د مړو څخه راژوندی کړ، روغ شوی دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو دَ دے دا جواب دے چه تاسو ته اَؤ دَ بنى اِسرائيلو ټول اُمت ته دِ معلُوم وى چه دا سړے دَ هغه عيسىٰ مسيح ناصرى دَ نُوم په قوت سره روغ جوړ ولاړ دے کُوم چه تاسو په سولئ کړے وو اَؤ خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو.