Acts 4:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی ډېر په قهر وو، ځکه چې رسولانو خلکو ته تعلیم ورکاوه او اعلان یې کاوه چې عیسی د مړو څخه بیا راژوندی شوی دی او دا ثابتوي چې مړي به راژوندي کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ په دے خفه شول چه هغوئ خلقو ته تعليم ورکوى اَؤ وائى چه عيسىٰ دَ مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه ټول مړى به دَ عيسىٰ په وسيله ژوندى شى.