Acts 4:27 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په حقیقت کې دلته په همدې ښار کې هیرودیس او پانتیاس پیلاتوس د غیریهودیانو او د اسراییلو د خلکو سره ستا د سپېڅلي خدمتګار عیسی په وړاندې چې تا مسح کړی دی، سره یوځای شوي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هيروديس اَؤ يونطُوس پيلاطوس دَ غيرو قومُونو اَؤ اِسرائيليانو سره په دے ښار کښے ستا دَ پاک خادم عيسىٰ چه تا مسح کړے دے، په خلاف يو ځائے شول،