Acts 5:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
سمدلاسه هغه ښځه د پطروس په پښو کې راولوېدله او مړه شوه. کله چې هغه ځوانان راننوتل، نو ویې لیدل چې هغه هلته مړه پرته ده، نو د هغې مړی یې هم یووړ او د خپل مېړه په خوا کې یې ښخه کړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ناڅاپى هغه دَ هغۀ په پښو کښے راپريوته اَؤ مړه شوه. کله چه ځوانان دَ ننه راغلل هغوئ هغه مړه ومُونده نو هغوئ هغه يوړه اَؤ دَ خاوند په خوا کښے ئے ښخه کړه.