Acts 5:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د اورشلیم د شاوخوا ښارګوټو څخه به ډېر خلک راتلل او هغوی به خپل ناروغان او هغه خلک راوستل چې پېریانو نیولي وو او ټول به روغ شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ ګير چاپيره ښارُونو خلقو به هغه څوک ورته راوستل چه بيماران وُو اَؤ يا پيريانو نيولى وُو اَؤ هغوئ ټول روغ شول.
Recommended Reading