Acts 5:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې رسولانو ته ویل شوي وو، هغوی سهار وختي د خدای کور ته ورننوتل او د تعلیم په ورکولو یې پیل وکړ. کله چې لوی کاهن او د هغه ملګري سره راټول شول، نو د یهودیانو ټول مشران یې د شورا د غونډې دپاره راوغوښتل. هغوی امر وکړ چې رسولان د زندان څخه راولي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دغه شان هغوئ دَ خُدائے کور ته سحر مال ننوتل اَؤ تعليم ئے ورکاوو. کله چه مشر کاهن دَ خپلو ملګرو سره راورسيدو نو دَ اِسرائيل دَ قوم لويه جرګه ئے راوغوښته اَؤ دَ قيديانو دَ راوستلو دَ پاره ئے څوک قيد خانے ته واستول.