Acts 5:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څه موده مخکې یو سړی چې تیوداس نومېده، راپورته شو او دعوه یې کوله چې زه یو لوی مشر یم. نژدې څلور سوه تنه د هغه سره یوځای شول، خو هغه ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول او هرڅه پای ته ورسېدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه څۀ مُوده وړاندے تيوداس هم دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ هم څۀ يم، اَؤ خوا اَؤ شا څلور سوه تنه ورسره ملګرى شوى وُو، خو هغه قتل کړے شو اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول.