Acts 5:37 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغۀ نه پس د مردمشمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له هغه نه وروسته د سرشمېرنې په وخت کې د یهودا په نوم یو سړی چې د جلیل څخه ؤ، راپورته شو او ډېر خلک د هغه په لمسون یاغیان شول، ترڅو د هغه پیروان شي، خو هغه هم ووژل شو او ټول پیروان یې خواره واره شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغۀ نه پس دَ مردُم شمارئ په ورځو کښے دَ ګليل دَ صوبے يو يهُوداه نومے سړے پورته شو اَؤ ډير خلق دَ هغۀ په لمسه باغيان شول، خو هغه هم هلاک شو اَؤ ټوله ډله ئے خوره وره شوه.