Acts 5:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا د خرڅولو څخه مخکې هغه ځمکه ستا نه وه؟ کله چې دې خرڅه کړه هغه پیسې ستا نه وې؟ نو بیا دې څنګه فکر وکړ چې داسې کار وکړې؟ تا انسانانو ته نه بلکې خدای ته دې دروغ ویلي دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تر څو چه درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چه دا خرڅه شوه نو بيا دا ستا نۀ وه څۀ؟ نو تا بيا دا فيصله څنګه وکړه؟ تا يواځے بُنيادمو ته دروغ نۀ دى وئيلى بلکه خُدائے ته!“